There is no translation available.

کونسولي چارو ریاست

 د بهرنیو چارو وزارت د قونسولي چارو ریاست د هیواد وګړو ته د حقوقي او قونسولي خدماتو وړاندې کوونکی بنسټ دَی او هیواد څخه د باندې ښاروندانو څخه د کورنیو نافذه قوانینو، بین المللي کنوانسیونونو او معاهداتوپر اساس ملاتړ او دفاع کول زمونږ ګران هیواد کې بهرنیو اتباعو ته هم لازمې اسانتیاوې چمتو کوي. او د بهرني سیاست د اصولو او د موخو په پام کې نیولو له مخې ۲۰۰۱ کال له تحولاتو څخه تر دې دمه، حقوقي او قونسولي خدماتو وړاندی کول ېې په معیاری بڼه او بین المللي ستندردونو سره سم د خپلو اجراآتو سرمشق ګرځولَی دَی.
دغه خدمات په افغانستان کې د ننه د بهرنیو چارو وزارت په ناستیځي کې د قونسولي چارو ریاست له خوا او له هیواده باندې نړی کې ۶۵ څخه زیاتو هیوادونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په سیاسي او قونسولي نمایندګیو کې وړاندې کیږي.
درنو هیوادوالو او هیواد کې د ننه او یا بهر بهرنیو اتباعو د خدماتو غوښتونکو ته - د اسانتیاو رامنځ ته کولو او د دغو دماتو وړاندې کولو د کچې لوړولو په منظور دغه وېب پاڼه د دغه ریاست مسئولینو، قوانینو او حقوقي او اطلاعاتی سرچینو ته د چټکې لاسرسی پخاطر ایجاد شوې ده.
د دغه ریاست تشکیل کې د ویزې، ، تصادیقو، پاسپورټونو، حقوقي او کډوالو ، تابعیت او د بهر مېشته افغانانو پنځه معاونیتونه او یو اداري آمریت لري چې د هغوی د اجراآتو تشریح په راتلونکو برخو کې راغلې ده

برو بالا