There is no translation available.

د تصادیقو معاونیت

د اسنادو او وثیقو تصدیق د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت قونسولي چارو ریاست د تصادیقو معاونیت لخوا په لاندنیو پنځو برخو کې ترسره کیږي:

 د تابعیت تذکری د ترجمې تایید

په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ښاروندانو د تابعیت تذکرې د ترجمې تاییدولو د پړاوونو څرنګوالَئ په لاندې ډول دَی:

  • د تابعیت د تذکری اصل باید په پېل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د نفوسو د احوال ثبتولو په ریاست کې تصدیق کړي
  • دوهم پړاو کې ېې، په یوې جواز لرونکې دارالترجمه کې په انګلیسي وژباړي.
  • په دریم او وروستني پړاو کې، بهرنیو چارو وزارت ته تصدیق کولو لپاره مراجعه وکړي. بهرنیو چارو وزارت ته د مراجعی په وخت کې، اصلي تذکره، د اصلي تذکرې کاپي، او د هغې د ترجمې(ژباړې) کاپي ځان سره ولري
  • ۲۰۰ افغانی محصول

د وثیقو تاییدول (نکاح خط، حصر وراثت ، وکالت خط، د زوجیت سند، د مجردوالي اقرارخط)

د افغانستان هر وګړی (ښاروند) د خپلو وثیقو تاییدولو لپاره لکه نکاح خط،حصر وراثت، وکالت خط، د زوجیت سند، او خپل اقرار خط، لاندې پړاونه بشپړوي

  • لومړی، اصلي سند( اصلِ سَنَد)، په مرکز یا ولایتونو کې خپل استوګنځای کې د وثیقو په محکمه کې، چمتو کړی
  • دوهم پړاو کې، هغه په یوې جواز لرونکې دارالترجمه کې، وژباړي (ترجمه کړي).؛
  • د نوموړې وثیقې د ترجمې سم والَی د عدلېې وزارت د دولت قضایاو په ریاست کې تایید کړي
  • په دریم او وروستني پړاو کې، د خپلې وثیقې تصدیقولو لپاره بهرنیو چارو وزارته ته مراجعه وکړي
  • بهرنیو چارو وزارت ته د مراجعی په مهال، اصلي سند، د اصل کاپي او د وثیقې د انګلیسي ترجمې کاپی هم ځان سره ولري.
  • ۲۰۰ افغانی محصول.

له هیواده د باندې استوګن، د افغانستان د اسلامي جمهوریت په سیاسي او قونسولي نمایندګیو کې د تصدیق شويو وثیقو او نورو سندونو د پرمخ وړلو (تعقیبولو)څرنګوالَی

  • - هر فرد چې یو سند او یا کومه وثیقه (نکاح خط، حصر وراثت، وکالت خط، د زوجیت سند، د مجردي اقرارخط) هیواد څخه بهر د افغانستان له سیاسي او یا قونسولي نمایندګیو څخه ترلاسه کوي، د هغه مکتوب شمېره چې د هغه په ذریعه هغه سندونه، بهر کې استوګن د افغانستان سیاسي یا قونسولي نمایندګیو لخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته معرفي شوي دي د بهرنیو چارو وزارت د ارتباطاتو او آرشیف په ریاست کې تعقیبوي چې آیا مرکز ته رسیدلي دي او که نه؟
  • مرکز ته د مکتوب رسیدنې ډاډ ترلاسه کولو وروسته، د مکتوب شمېره د نوموړي سند له اصل یا کاپي سره مل (یوځای) ، د کونسولی چارو ریاست د بهرنیو اسنادو تصدیق برخې ته د تصدیقولو لپاره سپاري او پدې برخه کې تاییدیږي

د سوداګریزو او زیارتي شرکتونو د سندونو تاییدول

هر سوداګریز او زیارتي شرکت چې خپلو سندونو او د جواز تصدیقولو ته ضرورت ولري ، باید لاندې پړاوونه تېر(تعقیب) کړي:

  • لومړی دې له هغې مرجعې څخه چې دې شرکت له هغه څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړَی دَی د بهرنیو چاروزارت د قونسولي چارو د ریاست په عنوان، رسمي مکتوب ترلاسه کړي؛ 
  • د شرکت استازی بیا، ټول سندونه رسمي مکتوب سره ضمیمه (مل) کړي او تاییدولو لپاره دې بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري؛
  • د سوداګریزو سندونو محصول ۲۰۰۰ افغانی
  • د سیاحتي او زیارتي شرکتونو محصول ۱۵۰۰ افغانی

د تحصیلي او تعلیمي مدارکو او سندونو تایید 

د کورنیو تحصیلي او تعلیمي مدارکو تاییدولو څرنګوالَی

د تحصیلي او تعلیمي مدارکو او سندونو تایید 

  • د افغانستان هر وګړي(ښاروند) چې په یوې کورنَی تعلیمي یا تحصیلي موسسه کې ېې زدکړه کړې ، لومړی اړوند وزارت ته(د شوونځیو او دارالمعلمینو سندونو لپاره د پوهنې[معارف] وزارت، پوهنتونونو او لوړو تحصیلاتو بنسټونو لپاره د لوړو تحصیلاتو وزارت) مراجعه کوي او هغوی د ده د فراغت او تحصيلي سند د رسمي مکتوب په ذریعه تاییدولو په غرض بهرنیو چارو وزارت ته معرفی کوی....؛
  •  د اړوند وزارت تاییدي مکتوب د سند کاپي سره یو ځای تاییدولو په غرض د بهرنیو چارو وزارت کونسولی چارو ریاست داخلي تحصلي اسنادو برخې ته سپاري؛
  • محصول ۱۰۰ افغانی 

له هېواده بهر د تحصیلي او تعلیمي مدرکونو د تاییدولو څرنګوالَی

  • د افغانستان هر وګړی چې له هیواده د باندې په یوې تعلیمي او یا تحصیلي موسسه کې زدکړه کړې ده لومړی دې خپل سندونه د متوقف فیها هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې تاییدوي، بیا ېې وروسته په هماغه هیواد کې د افغانستان سفارت یا کونسولګری تایید ته رسوي؛
  • په هغه هیواد کې د افغانستان نمایندګي، هغه تاییدوي او د یوه رسمي مکتوب په ترڅ کې ېې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته د پړاوونو بشپړولو په غرض رالیږدي؛ 
  • شخص د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته د مراجعی په مهال، د هَغَه مکتوب شمېره چې د افغانستان سفارت او یا جنرل کونسولګری لخوا ورکړل شوې ده، ځان سره ولري او هماغه شمېره دې د تحصیلي سندونو له اصل یا کاپی سره یو ځای د بهرنیو تحصیلې اسنادو تصدیق برخې ته سپاري؛
  • له تاییدولو وروسته،قونسولي چارو ریاست تحصیلي یا تعلیمي اسناد او مدارک راتلونکو اجراآتو په غرض ، لوړو تحصیلاتو وزارت یا پوهنې وزارت ته لیږي؛
  • محصول وړیا
برو بالا