There is no translation available.

د تحصیلي او تعلیمي مدارکو او سندونو تایید 

د کورنیو تحصیلي  او تعلیمي مدارکو تاییدولو څرنګوالَی

  • د افغانستان هر وګړي(ښاروند) چې په  یوې کورنَی تعلیمي یا تحصیلي موسسه کې ېې زدکړه کړې ، لومړی اړوند وزارت ته(د شوونځیو او دارالمعلمینو سندونو لپاره د پوهنې[معارف] وزارت،  پوهنتونونو او لوړو تحصیلاتو بنسټونو لپاره د لوړو تحصیلاتو وزارت) مراجعه کوي او هغوی د ده د فراغت او تحصيلي سند د رسمي مکتوب په ذریعه تاییدولو په غرض  بهرنیو چارو وزارت ته معرفی کوی....؛
  •  د اړوند وزارت تاییدي مکتوب د سند کاپي سره یو ځای تاییدولو په غرض د بهرنیو چارو وزارت کونسولی چارو ریاست داخلي تحصلي اسنادو برخې ته سپاري؛
  • محصول   ۱۰۰ افغانی 

د تحصیلي او تعلیمي مدارکو او سندونو تایید 

  • د افغانستان هر وګړی چې له هیواده د باندې په یوې  تعلیمي او یا تحصیلي موسسه کې زدکړه کړې ده لومړی دې خپل سندونه د متوقف فیها هیواد د بهرنیو چارو په  وزارت کې تاییدوي، بیا ېې وروسته په هماغه هیواد کې د افغانستان سفارت یا کونسولګری تایید ته رسوي؛
  • په هغه هیواد کې د افغانستان نمایندګي، هغه تاییدوي او د یوه رسمي مکتوب په ترڅ کې ېې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته د پړاوونو بشپړولو په غرض رالیږدي؛ 
  •  شخص د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته د مراجعی په مهال، د هَغَه مکتوب شمېره چې د افغانستان سفارت او یا جنرل کونسولګری لخوا ورکړل شوې ده، ځان سره ولري او هماغه شمېره دې د تحصیلي سندونو له اصل یا کاپی سره یو ځای د بهرنیو تحصیلې اسنادو تصدیق برخې ته سپاري؛
  • له تاییدولو وروسته،قونسولي چارو ریاست تحصیلي یا تعلیمي اسناد او مدارک راتلونکو اجراآتو په غرض ، لوړو تحصیلاتو وزارت یا پوهنې وزارت ته لیږي؛
  • محصول وړیا.
برو بالا