د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ چارو خدمتونه

 د بهرنیو چارو وزارت د قونسولي چارو ریاست د هیواد وګړو ته د حقوقي او قونسولي خدماتو وړاندې کوونکی بنسټ دَی او هیواد څخه د باندې ښاروندانو څخه د کورنیو نافذه قوانینو، بین المللي کنوانسیونونو او معاهداتوپر اساس ملاتړ او دفاع کول زمونږ ګران هیواد کې بهرنیو اتباعو ته هم لازمې اسانتیاوې چمتو کوي. او د بهرني سیاست د اصولو او د موخو په پام کې نیولو له مخې ۲۰۰۱ کال له تحولاتو څخه تر دې دمه، حقوقي او قونسولي خدماتو وړاندی کول ېې په معیاری بڼه او بین المللي ستندردونو سره سم د خپلو اجراآتو سرمشق ګرځولَی دَی.
دغه خدمات په افغانستان کې د ننه د بهرنیو چارو وزارت په ناستیځي کې د قونسولي چارو ریاست له خوا او له هیواده  باندې نړی کې ۶۳ څخه زیاتو هیوادونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په سیاسي او قونسولي نمایندګیو کې وړاندې کیږي.
  درنو هیوادوالو  او هیواد کې د ننه او یا بهر بهرنیو اتباعو د خدماتو غوښتونکو ته - د اسانتیاو رامنځ ته کولو او د دغو خدماتو وړاندې کولو د کچې لوړولو په منظور دغه وېب پاڼه د دغه ریاست  مسئولینو، قوانینو او حقوقي او اطلاعاتی سرچینو ته د چټکې لاسرسی پخاطر ایجاد شوې ده

د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ چارو خدمتونه

پاسپورټ

د پاسپورټ قانون، د پاسپورټ ډولونه، د پاسپورټ محصول او بهر کې د افغانستان په استازولیو کې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره اړین اسناد

تصدیقونه

د هویت پيژندپاڼې د ژپاړې تصدیقولو طرزالعمل، د وثیقو تائيدول، د سوداګریزو او زیارتي شرکتونو د اسنادو تائیدول، د تعلیمي او تحصیلي اسنادو تائيدول، د تصدیقونو لګښت

د کډوالو او تابعیت چارې

د تابعیت پرېښودو طرزالعمل، د تابعیت اخیستل، د افغاني هویت د بیا ورکولو پروسه او د غیابي تذکرې ترلاسه کول

ویزه

د ویزې قانون، د ویزې ډولونه، د ویزې محصول، بهر کې د افغانستان په استازولیو کې د ویزې ترلاسه کولو لپاره اړین اسناد او په افغانستان کې ویزې تمدیدولو پروسه

حقوقي چارې

حقوقي، جنائي او بندیانو چارې، حقوقي، جنائي او د بندیانو ستونزو ته د سیدګۍ طرزالعمل او د جرمي مسؤلیت نشتوالی

نور قونسلي خدمتونه

له هېواده بهر د افغانستان اتباعو لپاره نور قونسلي خدمتونه او په افغانستان کې دننه د بهرنیو اتباعو لپاره قونسلي خدمتونه

د بهرنیو چارو وزارت کونسلي چارو معاونیتونو سره اړیکي

معاونیت ویزه

۰۰۹۳۲۰۲۱۰۷۴۰۸

visa@econsulate.gov.af

د حقوقي چارو معاونیت

۰۰۹۳۲۰۲۱۰۰۳۷۶

legal@econsulate.gov.af

د کډوالو چارو معاونیت

۰۰۹۳۲۰۲۱۰۴۳۵۲ 

refugees@econsulate.gov.af

د تصدیقونو معاونیت

۰۰۹۳۲۰۲۱۰۷۴۰۷

attestation@econsulate.gov.af

د پاسپورټ معاونیت 

۰۰۹۳۲۰۲۱۰۴۳۵۲ 

passport@econsulate.gov.af

برو بالا