There is no translation available.

د حقوقي، جنايي او د محبوسینو چارو معاونیت

په دې معاونیت کې په عمده توګه حقوقي، جنايي، محبوسینو، ازدواج( واده) او مدني حالاتو، د مړینې ، ورکېدو (لادرک) مسئلو ته او د حج او زیارت کولو د سپېڅلو ځایونو دچارو مسئلو ته رسیدګي کیږي. په اصولي توګه پاسنیو مواردو ته رسیدګی د هیواد د کورنیو بنسټونو او د عدلي قضايي مراجعو له دندو او صلاحیتونو څخه دي ، خو کله چې حقوقي، جنايي او یا د محبوسینو په موضوعګانو کې بهرنَی ټکې(عنصر) موجود وي موضوع عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونو لخوا بهرنیو چارو وزارت ته سپارل کیږي او د کونسولی چارو ریاست د حقوقي او جنايي چارو معاونیت له لارې پرمخ وړل کیږي.

د حقوقي چارو د معاونیت عمده دندې

  • د افغانستان د اتباعو د حقوقي او جنايي دعاویو(دعواګانو) او د هغوی د طلباتو تعقیبول، د بهرنیو اتباعو ذمت او د هیواد د جاری قوانینو او د بین الملل عمومي حقوقو د موازینو په چوکاټ کې د هغوی د عکسونو الصاق،
  • د بین الملل عمومي حقوقو منل شویو موازینو سره سم بهرنیو حقیقی، او حکمي اشخاصو او مراجعو په وړانمدې د افغاني رسمي مراجعو د دعواو پرمخ وړل؛
  • د افغانستان د اتباعو تر منځ او یا د افغان تبعه او بهرني ترمنځ د طلاق، د نکاح فسخه کولو ، دنفقې، د ماشومانو د حضانت او د ازدواج او طلاق د نورو واردشویو آثار د ادعاګانو(دعواو) پرمخ وړل په هغه صورت کې چې د ازدواج یو لُورَی هیواده د باندې استوګنه ولري.
  • د کورنیو قوانینو او د دوه اړخیزو معاهداتو او د بین الملل حقونو د موازینو په چوکاټ کې د بین الملل د قتل او جرح ، د اختلاس، اختطاف ، د جعل او تذویر او نورو جرمونو د دوسیو تعقیبول، چې د افغانستان د اتباعو له لورې په هیواد کې د ننه ترسره شوي وي او بهر ته تښتېدلَی وي. او یا دا چې اتباعو له خوا بهر کې پېښ شوي وي.
  • د نافذه قوانینو او د افغانستان او د نورو هیوادونو ترمنځ د مجرمینو د استرداد او د محکومینو د لیږدونې تړون په چوکاټ کې له کوربه هیواد څخه د افغانستان د مجرمینو او په حبس د محکومو محکومینو د استرداد د قضایاو پر مخ وړل.
  • په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د محبوسینود دوسیو تعقیبول چې بیلابیلو دلایلو ل مخې حبس شوي دي او همدغه راز د هیواد او د بهرنیو هیوادونو د نافذه قوانیو په رڼا کې د هغوی د خلاصون په برخه کې هلې ځلې او افغانستان کې بهرنیو محبوسینو ستونځو ته رسیدګي.
  • د افغانستان د اتباعو او یا د هغو بهرنیو چې په افغانستان کې ېې استوګنه درلوده د جرمي مسئولیت د نه درلودلو مکتوب صادرول.
  • حج او اوقاف وزارت، جده او ریاض کې د افغانستان او کابل کې د سعودي عربستان سفارت نمایندګیو سره په همغږی کې د حاجیانو او زیارت کوونکو چارو ته رسیدګي.
  • افغانستان کې د اتباعو د جایداد له درلودلو او نه درلودلو د تایید موضوعګانو ته رسیدګي.
  • افغانستان کې د اتباعو د استوګنې د ځای تاییدول؛
  • د افغانستان په دولتي او نادولتي ادارو کې د اشخاصو دکارکولو( د خدمت کولو دوری) د مودی تاییدول.
برو بالا