There is no translation available.

جرمي مسولیت نه درلودل تصدیق

  • جرمي مسئولیت نه لرلو تایید او یا د Police Clearance Certificate سند صادرول د کورنیو چارو وزارت او د هغه د جنايي ریاست صلاحیت دَی. هغه متقاضیان چې کابل کې استوګنه لري، کورنیو چارو وزارت ته په مراجعه کولو سره خپل جرمي مسئولیت نه درلودلو مکتوب د بهرنیو چارو وزارت په عنوان اخلي او بهرني هیواد ته د هغه د لیږلو په موخه دې بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړي 
  • هغه متقاضیان (غوښتونکي) چې بهر کې استوګن دي په بهر کې د افغانستان سیاسي او قونسولي نمایندګیو ته په مراجعه او د غوشتنلیک وړاندې کولو ترڅ کې او د خپلو لسګونو کوتو د نښو په لګولو سره ، د خپلې تذکرې کاپي هم وړاندې کړي . بیا وروسته د شخص غوشتنه بهرنیو چارو وزارت له لورې کورنیو چارو وزارت ته لیږل کيږي او د هغه د جرمي مسولیت نه درلودلو څخه اطمینان ترلاسه کول، موضوع د متقاضي د استوګنې ځای هیواد کې د افغانستان نمایندګیو ته استول کیږي.
  • هغه بهرنیو متقاضیانو چې یوې مودې لپاره ېې افغانستان کې ژوند کړی او خپل جرمي مسولیت نه درلودلو تایید ته اړتیا لري. د افغانستان نمایندګیو ته په مراجعی سره د غوښتنلیک وړاندې کولو ترڅ کې، د خپل پاسپورت او د اقامت ویزې کاپي هغې نېټې فاصلې سره یو ځای چې افغانستان کې ېې ژوند کړَی، هم نمایندګی ته وسپاري
برو بالا