There is no translation available.

د اړتیا وړ سندونه

درانه مراجعین چې پاسنیو یادو شویو برخو څخه په کومه یوه برخه کې د قونسولي چارو ریاست حقوقي او جنايي چارو معاونیت ته مراجعه کوي، پدې خاطر چې ستونځو ته ېې په ټینګه رسیدګي وشي او د نورو کارکوونکو او مراجعینو له سرګردانی مخنیوَی وشي باید په هرې یوې برخه کې مدارک او سندونه ځان سره ولري.:

حقوقي

  • کوم کسان چې د خپلو حقوقي مطالباتو لپاره مراجعه کوي لازمه ده د اړوند یوه ارګان (عدلیې وزارت، محکمې، څارنوالی، کورنیو چارو وزارت او یا پارلمان) رسمي مکتوب ځان سره ولري 
  • کوم کسان چې د خپلو حقوقي مطالباتو لپاره مراجعه کوي لازمه ده د اړوند یوه ارګان (عدلیې وزارت، محکمې، څارنوالی، کورنیو چارو وزارت او یا پارلمان) رسمي مکتوب ځان سره ولري 
  • هغه سند چې د مدعي حقوقي ادعا ثابته کړي ، باید وړاندې شي . لکه د مدعی علیه اقرار یا د هغه لاسلیک یا بانکي سند او نور
  • مدعي باید په بهر کې د مدعي علیه کره آدرس ، په انګلیسي د نوم لیکنه، او د پاسپورټ یا هر ډول سند کاپي ځان سره ولري
  • په هغه صورت کې چې مدعي حقوقي شخصیت(شرکت / یا بنسټ) وي د بهرني شرکت یا افغانی شرکت په وړاندې چې بهر کې وي خپلې ادعا ثابتولو لپاره، د ثابتوونکو سندونو ترڅنګ لازمه ده چې خپل قراردادلیک چې له مخکې د خواو ترمنځ لاسلیک شوې او د لوریو ژمنتیاوې پکې مشخصې شوې دي ، هم د قضېې ثابتولوبهیر ته وسپاري
  • که په قرارداد کې افغانی شرکت او بل لور ېې بهرنَی شرکت ذکر شوي وي چې د خواو ترمنځ د اختلاف را برسیره کیدو په صورت کې، د بهرني هیواد محاکم دعوې ته د رسیدګی صلاحیت لري؛ نو په هغه صورت کې دې افغاني مدعي خپله حقوقي موضوع د خپل قرارداد لوري د متبوع هیواد په محکمو کې پرمخ بوزي
  • هغه کسان چې په هره وسیله بهر څخه د مدعي علیه راجلبولو او احضارولو په خاطر، اړوند ارګانونو څخه د بهرنیو چارو وزارت په نوم مکتوب اخلي، پدې پوه شي چې موضوع نوموړي پتې (آدرس) ته ابلاغیږي.. خو د بهرني هیواد د پولیسو په مرسته د مدعي علیه استرداد هغه وخت امکان پیدا کويچې افغانستان او د مدعي عهلیه د اقامت ځايي هېواد ترمنځ د مجرمینو د استرداد تړون له مخکې لاسلیک شوَی وي
  • د شخصیه احوالو مدعیان (دعوه کوونکې) لکه نکاح خط، طلاق خط په څېر لازم سندونه او هغه سند چې مهریه او یا د خواو مکلفیت مشخص کړي وړاندې کړي. د پاسپورټ کاپي او په خارج کې د مقابل لوري د ژوندکولو پته هم (د دعوی بهیر) ته وسپاري

جنايي 

  • جنايي مسئلو ته رسیدګي لپاره اړینه ده د اشخاصو ادعا د عدلي ،قضايي او امنیتي ارګانونو له لارې بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي. بهرنیو چارو وزارت په هیڅ صورت د زیانمن شوي یواې ادعا یا د هغه درخواست ته رسیدړګي نشي کولای اړینه ده موضوع په سرکې د کشفي،عدلی او قضايي ارګانونو له خوا وڅېړل شي او بیا د الزام د دلایلو له ثابتولو وروسته، موضوع بهرنیو چارو وزارت ته ارجاع کیږي
  • د اشخاصو د نېولو او جلبولو امر یوازې د محاکمو او د لوېې څارنوالی له صلاحیتونو څخه دَی. هغه کسان چې غواړي د یوه مجرم کس استرداد له بهرني هیواد څخه وغواړي.د لوېې څارنوالی حکم او د جلب پاڼه د پام وړ کس په وړاندې دلایلو سره د اړوند ارګان له لارې بهرنیو چارو وزارت ته راوړي.
  • بهرني هیواد څخه د مجرم شخص استرداد یوازی «د مجرمینو د استرداد قراردادونو»په چوکاټ کې اړوند هیوادونو سره کېدونکی دَی.په هغه هیوادونو کې چې د استرداد قرارداد وجود نلري د مجرم د استرداد مطالبه پایلې ته نرسیږي
  • هغه کسان چې له خپلوانو کوم ېې په بهر کې مري او غواړي د هغه جنازه افغانستان ته راوړي، د متوفی د پاسپورت او یا تذکرې کاپي او له هغه سند سره چې متوفی سره د هغه خپلویتوب ثابت کړي، مراجعه وکړي
  • بهرنیو چارو وزارت د جنازی رالیږدونې لپاره کومه اختصاصي بودیجه نلري او د میت د انتقال په برخه کې په بهر کې د خپلو نمایندګیو له لارې لازم سهولتونه چمتو کوي

محبوسین

  • درانه مراجعین چې له خپلوانو یو کس ېې په کوم بهرني هیواد کې په هر دلیل چې نیول شوی یا زندانی شوَی دَي ، د مراجعې په مهال د قضايي او عدلي ارګانونو یو رسمي مکتوب ځان سره ولري.
  • همدغه راز د مراجعې په وخت کې د مراجعینو دغه کتګوري، بهرکې زندانی فرد د تذکری کاپې د زندان آدرس سره یوځايي (اړوند مرجع) په اختیار کې ورکړياو د هغه د جرم ډول او د هغه د دوسېې له شمېرې سره مشخصه کړي
  • هغه کسان چې غواړي محبوس خپلوان ېې بهرنیو زندانونو څخه افغانستان ته منتقل شي ، په یاد ولري چې دغه غوښتنه ېې یوازې د افغانستان او اړوند هیواد تر منځ«په حبس د محکوم شویو د رالیږدونې قرارداد »په چوکاټ کې کیدونکی دَی
  • هغه کسان چې خپلوان ېې په یوه بهرنی هیواد کې ورک شوَی دَی ، د ژوند کولو ځای وروستنی پته او د اړیکو وروستنَی نېټه او د اړیکو ساعت چې له هغه وروسته ېې کورنی سره اړیکه پرې شوې ده د ( اړوندمرجع) په اختیار کې ورکړي. همدغه شان د پاسپورټ یا بل سند کاپي چې د هغه هویت ثابت کړي
برو بالا