There is no translation available.

د پاسپورټ معاونیت

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پاسپورټ قانون د ۱۳۹۴ لمریز کال د لړم ۳ نېټې په ۱۱۹۳ (ګڼه) رسمي جریده کې چاپ او نافذ شوَی دَی چې د دې قانون په لړ کې، د پاسپورټ له صادرولو سره اړوند چارې، د ځانګړتیاو ټاکل د هغه ډولونه او د صدور مراجع او بهر ته د مسافرت او یا هیواد ته د بیرته راستنیدو په ترڅ د اتباعو د پېژند تثبیت د اتباعو د مسافرت او استوګنې او د هغوی د بیرته راستنیدلو د زمینې برابرول توضیح شوي دي چې په دې قانون کې ، پاسپورټ او یا د مسافرت سند په لرلو سره له مجازو پولو د اتباعو وتل او ننوتل د افغانستان د ښاروندانو حق بلل شوَی دَی.
افغانستان ۱۳۹۰ کال څخه رادیخوا ، د سیاسي او خدمت د ماشین لوستي پاسپورټ په صادرولو او د ۱۳۹۱ کال د تلې میاشتې څخه د عادي ماشین لوستي پاسپورټ په صادرولو لاس پورې کړَی دَی. بهرنیو چارو وزارت هم له ۲۰۱۲ میلادي کال څخه، پرته پاکستان او ایران ، د شپږو حوزو له لارې په ټوله نړی کې د پاسپورټ صادرول پېل کړل چې په ۲۰۱۵ کې دغه پروسه بشپړ شوه.
یادولو وړ ده چې په لاس لیکل شوي پاسپورټونه ۲۰۱۷ کال څخه وروسته په نړی کې نور د اعتبار وړ ندي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاسپورټ قانون د اوومې مادې د صراحت له مخې څلور ډوله سیاسي،مخصوص ، خدمت او عادي پاسپورټونه لري

سیاسي پاسپورټ 

  • دغه پاسپورټ د پاسپورټ قانون د اتمې مادې له مخې لاندې اشخاصو ته صادریږي:
  • جمهور رئیس او اجراییه رئیس او د هغوی میرمنو ته؛
  • دجمهور رئیس او اجراییه رئیس مرستیالانو او د هغوی میرمنو ته 
  •  د ملي شورا د جرګو (مجلسینو) او د سترې محکمې رئیسانو او غړو ته ؛
  • وزیران؛
  • لوی څارنوال؛
  • ملي امنیت مشاور؛
  • د جمهور رئیس ځانګړي استازي ته ؛
  •  د ملي امنیت عمومي رئیس، د سیمه ایزه ارګانونو د ادارې رئیس؛
  • د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسولي نمایندګیو رئیسان او غړي، په بهر کې نظامي، فرهنګي او سوداګریزه اَتَشو(اَتشَه) او اړوند کنوانسیون سره سم نورو اَتَشو او د هغوی میرمنې؛ 
  • په ملګرو ملتونو سازمان او بین المللي او سیمه ایز سازمانونو کې د افغانستان دایمي نمایندګیو رئیسانو او غړو او د هغوی میرمنې؛
  • د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست د سیاسي پاسپورټونو د صادرولو مرجع ده 

مخصوص پاسپورټ

  • د پاسپورټ نهمې مادي سره سم ، مخصوص پاسپورټ په نارسمي سفرونو کې لاندې اشخاصو ته صادریږي:
  • د ملکی خدماتو کارکوونکو دوهم او له هغه پورته بست کارکوونکو او د بریدجنرالی رتبی افسرانو ته؛
  • د دولتی لوړپوړیو چارواکو کورنیو ۱۸ کاله عمر کم اولادونواو کورنی غړو ته؛
  • د دوهمو او له هغه لوړو بستونوملکی خدماتو کارکوونکو لپاره او د برید جنرالی رتبې متقاعد افسرانو ته؛
  • والیان؛
  • علم پوهانو، د سیاسي ګوندونو رئیسانو او د بیلابیلو برخو اتلانو ته د جمهور رئیس په حکم؛
  • د ولایتي شورا رئیس او غړو ته ؛
  • د مخصوص پاسپورټونو د اعتبار موده پنځه کاله ده 

د خدمت پاسپورټ

  • د پاسپورټ قانون لسمې مادې له مخې، د خذمت پاسپورټ یوازې رسمي سفرونو کې لاندې اشخاصو ته صادریږي:
  • د دولت کارکوونکي او نظامي منسوبین 
  • په بهر کې د هیواد فرهنګي ، سوداګریزو او نظامي نمایندګیو اداري او تخنیکي کارکوونکو او د هغوی د کورنی غړيو ته؛
  • لګرو ملتونو سازمان او سیمه ایزوه او بین المللي نورو سازمانونو ډېپلوماتیکو او د دایمي نمایندګیو کارکوونکو اولادونو ته؛
  • ناروغان، د ملي اردو، ملي پولیسو او د ملي امنیت ټپیان ، یا نور اشخاص چې هیواد څخه دفاع په لاره کې مجروح، معلول شوي وي.درملنی او معالجې لپاره رسمي توګه بهر ته واستول شي.
  • یوولسمې مادې په اساس د خذمت پاسپورت د اعتبار موده لس کاله ده. 
  • د مخصوص ، او خذمت پاسپورټونو د صادرولو مرجع د بهرنیو چارو وزارت قونسولي چارو ریاست دَی 
  • د مخصوص پاسپورټونو د اعتبار موده پنځه کاله ده 

عادي پاسپورټ

د پاسپورټ قانون د دوولسمې مادې سره سم، عادي پاسپورټونه د افغاني پېژندپاڼې له مخې اشخاصو ته د مسافرت ترسره کولو په موخه، د غوښتونکې د عریضې له مخې د پنځو یا لسو کلونو مودې لپاره په داخل کې د کورنیو چارو د وزارت لخوا او هېواده د باندې په بهرکې استوګن د ا. ا. ج.سیاسي او کونسولی نمایندګیو له لارې ځانګړي طرزالعمل سره مطابق صادریږي. همدغه راز لدې پاسپورټ څخه د دې قانون په پنځلسمه، شپاړسمه، اوولسمه او اتلسمه ماده کې مندرجو شرایطو لاندې د سوداګری، کار، زدکړې، په دماغي اختلال اخته ماشومانو او اشخاصو په مقصد ګټه اخیستل کیږي

  • پاسپورت صادرولو لپاره اړتیا وړ سندونه
  • د پاسپورټ قانون ۱۹ مادې سره سم 
  • د تابعیت تذکره
  • د عریضې وړاندې کول یا د اړوند ادارې مکتوب
  • څلور قطعې معیاری عکسونه)5. 4 x4)،
  • نورم سره سم د پاسپورټ د فورم ډکول
  • د پاسپورت محصول د تحویلَی رسید
  • د پاسپورت صادرولو موانع
  • د پاسپورټ قانون۲۵ مادې سره سم
  • ۵۰ زرو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت دولت څخه پوروَړَی یا باقیات لرل
  • د محکمې په حکم د متقاضي شخص ممنوع الخروج والی ، څه مدني ،جزایی یا سوداګریز
  •  هغه ماشومان چې والدین، ولي یا قانوني وصي ونلري

د مسافرت سند

  • د هیواد هغه شمېر اتباعو ته چې هیواد ته راستنیږي او پاسپورټ نلري، د ا.ا.ج، د سیاسي او قونسولي نمایندګیو لخوا؛
  • هغه شمېر بهرنیو اتباعو ته چې د هغه متبوع هیواد افغانستان کې سیاسي او کونسولی نمایندګی یا د ګټو ساتونکَئ ونلري . د بهرنیو چارو وزارت تاییدولو وروسته کورنیو چارو وزارت لخوا
برو بالا