There is no translation available.

د کډوالو ،پناه وړونکو او د تابعیت چارو او په بهر کې د استوګنو افغانانو معاونیت

د تابعیت په برخه کې
 خپل متبوع هیواد سره د شخص حقوقي اړیکه د هغه د تابعیت له مخې تثبیتیږي چې د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د قونسولي چارو ریاست د کډوالو، پناه اخیستونکو، د تابعیت او هویت (پېژند) چارو معاونیت د ا.ا .ج. د اساسي قانون د ۳۳ او ۳۶ مادو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تابعیت قانون د لومړی مادې په بناء د تابعیت پرېښودو، تابعیت ترلاسه کولو، او د تابعیت د اعادې په تړاو هېواده د باندې د سیاسي او قونسولي نمایندګیو له لارې او هېواد کې د ننه د بهرنیو چارو وزارت له لارې - ذيدخله بنسټونو سره په همکاری کې- لاندې خدمات وړاندې کوي:

د افغاني تابعیت د پرېښودو پروسه

  • بهر کې استوګن د ا.ا.ج. سیاسي او قونسولي نمایندګیو ته او داخل کې بهرنیو چارو وزارت ته  مراجعه، د تابعیت پرېښودو اصلي درخواست سره او د آمر یا د نمایندګي(سفیر یا کونسول) ذیصلاح  شخص هدایت ترلاسه کول
  • د نمایندګَی په تایید او ټاپې سره په دقیقه توګه د تابعیت پرېښودو(ترک تابعیت) د فورمې د دریو پاڼو ډکول؛
  • د نمایندګی په تایید او ټاپې،  په تور رنګ د ټولو ګوتو او د لاسونو د دواړو ورغویو (ګوت) لګونه (د ګوتې نښه   د فورمی په دوو مشخصو پاڼو کې) 
  • د ثبت احوال او نفوس د ادارې په تایید سره( واضح او د لوستلو وړ) د تذکرې د ټولو مخونو کاپیانې؛
  • د جرمي مسئولیت د نشتوالي سند وړاندې کول ؛
  • دغه معاونیت د نوموړو سندونو له ترلاسه کولو وروسته - چې نمایندګي لخوا مرکز ته رالېږل کيږي - هغه د عدلېې محترم وزارت د تابعیت چارو کمیسیون ته راجع کوي. لدې کبله څنګه چې هر تبعه حقونه او وجایب لري، هغه کمیسیون د تابعیت د چارو قانون په پام کې نېولو سره د مالي، مدني، حقوقي او جزايي مسئولیتونو د رفع کولو په پار به موضوع اړوندو مراجعو ته لیږي او د ځواب ترلاسه کولو وروسته، هغه د یوې مصوبې په ترڅ کې د وزیرانو محترمې شورا ته د جمهور رئیس د حکم چمتو کولو لپاره لېږي.
  • د نوموړي د تابعیت پرېښودو په اړه د محترم جمهور رئیس حکم، د بهرنیو چارو وزارت له لارې د یوه متحدالمال په ترڅ کې بهر کې د ا.ا.ج. ټولو سیاسي او قونسولي نمایندګیو ته د نورو اجراآتو لپاره ابلاغیږي. 

د افغاني  تابعیت ترلاسه کولو پروسه

  • د تابعیت ترلاسه کولو له اصلي غوښتنلیک سره او د نمایندګی د ذیصلاح آمر یا شخص د هدایت په اخیستو سره، بهر کې د ا. ا.ج.سیاسي او یا قونسولي نمایندګیو ته یا د هېواد په داخل کې د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کول. 
  • د نمایندګي په تایید او ټاپه کولو سره په ښه دقت د تابعیت ترلاسه کولو درې پاڼې فورمې ډکول؛
  • د نمایندګی په تایید او ټاپې،  په تور رنګ د ټولو ګوتو او د لاسونو د دواړو ورغویو (ګوت) لګونه (د ګوتې نښه   د فورمی په دوو مشخصو پاڼو کې) 
  • د نکاح خط(نکاحلیک) یا د متقاضي د زوجیت لیک کاپي چې د صادرولو د مراکزو لخوا تایید شوَی وي؛
  • د افغان زوجینو د یوه کس د نفوس او احوال ثبتولو ادارې په تایید سره( واضح او د لوستلو وړ) د تذکرې د ټولو مخونو کاپیانې؛
  • افغانستان کې پرلپسې پنځوکلونو څخه زیاتې استوګنې د اسنادو کاپي؛
  • د غوښتونکې د متبوع هیواد د ښارونديتوب کارت.(هویت کارټ) ؛
  • دغه معاونیت د نوموړو سندونو له ترلاسه کولو وروسته - چې نمایندګي لخوا مرکز ته رالېږل کيږي - هغه د عدلېې محترم وزارت د تابعیت چارو کمیسیون ته راجع کوي. لدې کبله څنګه چې هر تبعه حقونه او وجایب لري، هغه کمیسیون د تابعیت د چارو قانون په پام کې نېولو سره د مالي، مدني، حقوقي او جزايي مسئولیتونو د رفع کولو په پار به موضوع اړوندو مراجعو ته لیږي او د ځواب ترلاسه کولو وروسته به، هغه د یوې مصوبې په ترڅ کې د وزیرانو محترمې شورا ته د جمهور رئیس د حکم چمتو کولو لپاره لېږي.
  • بیا وروسته د ښاغلي جمهور رئیس حکم د یاد کمیسیون له لارې  کورنیو او بهرنیو  چارو وزارتونو او نورو اړوند مراجعو ته استول کیږي

د افغاني تابعیت د اعادې پروسه

  • د تابعیت ترلاسه کولو له اصلي غوښتنلیک سره او د نمایندګی د ذیصلاح آمر یا شخص هدایت په اخیستو سره،  بهر کې د ا. ا.ج.سیاسي او یا قونسولي نمایندګیو ته یا د هېواد په داخل کې د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کول.
  • د نمایندګي په تایید او ټاپه کولو سره په ښه دقت د تابعیت ترلاسه کولو درې پاڼې فورمې ډکول؛
  • د نمایندګی په تایید او ټاپې، په تور رنګ د ټولو ګوتو او د لاسونو د دواړو ورغویو ګوتې لګونه (د ګوتې نښه د فورمی په دوو مشخصو پاڼو کې)؛
  • د نمایندګی په تایید او ټاپې،  په تور رنګ د ټولو ګوتو او د لاسونو د دواړو ورغویو ګوتې لګونه (د ګوتې نښه   د فورمی په دوو مشخصو پاڼو کې)؛
  • -د متقاضي (غوښتونکي) د پاسپورټ او افغانستان ته د ورودي ویزو کاپي ؛
  • د غوښتونکې د متبوع هیواد پېژند کارت.(هویت کارټ)؛
  • د جرمي مسئولیت د نشتوالي سند وړاندې کول؛
  • دغه معاونیت د نوموړو سندونو له ترلاسه کولو وروسته - چې نمایندګي لخوا مرکز ته رالېږل کيږي - هغه د عدلېې محترم وزارت د تابعیت چارو کمیسیون ته راجع کوي. لدې کبله څنګه چې هر تبعه حقونه او وجایب لري، هغه کمیسیون د تابعیت د چارو قانون په پام کې نېولو سره د مالي، مدني، حقوقي او جزايي مسئولیتونو د رفع کولو په پار به موضوع اړوندو مراجعو ته لیږي او د ځواب ترلاسه کولو وروسته، هغه د یوې مصوبې په ترڅ کې د وزیرانو محترمې شورا ته د جمهور رئیس د حکم چمتو کولو لپاره لېږي.
  • بیا وروسته د ښاغلي جمهور رئیس حکم د یاد کمیسیون له لارې کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او نورو اړوند مراجعو ته استول کیږي

غیابي تذکرې ترلاسه کول

  • هېواد کې د ننه د  اړوندو مراجعو له لارې د غیابي تذکرې ترلاسه کولو د اړوند چارو د پړاونو ډېر ښه بشپړولو په منظور، اړینه ده د هویت د تثبیتولو د فورمې محتویات (منځپانګه) غوښتونکو له خوا په دقیقه بڼه درج شي (فورمې ډکې شي) او د محترمې نمایندګي له ټاپې او په نښه کولو وروسته، د مکتوب صادرولو نمبر چې نوموړې فورمې هغه(مکتبوب) سره یو ځای لیږل کیږي دغه معاونیت ته مراجعې په وخت کې متقاضي–سره موجود وي، او لاندې مواردو ته پاملرنه وکړي:
  • د فورمې کره او په دقت ډکول او د غوښتونکي(متقاضي) د کیڼ لاس د کټې ګوتې ګوتلګونه ، د تذکرې د نه درلودلو د دلایلو په ستون کې، په نښه شي چې آیا غوښتونکې تر دې مهاله تذکره اخیستې ده که نه؟ نوموړې تذکره سوې ده که ورکه شوې یا داچې شخص هیواده څځه بهر  زیږېدلای دَی؛
  • دا دې روشانه شي چې غوښتونکَی د خپل کوم یوه نږدې او نسبي اقارب د تذکرې (پلار، نیکه ، ورور، خور، کاکا، تره زوی) په اساس تذکره اخلي او د پام وړ شخص تذکره ضمیمې سره یوځای ولیږل شي؛
  • د غیابي (پسې شا) تذکرې داخیستو پړاونو تېرولو لپاره یو تن هغه شخص چې افغانستان کې استوګن وی د نمایندګَی په مکتوب کې معرفي شي؛ 
  • د نمایندګَی په مُهر د غوښتونکې عکس او د فورمې په لاندېنَی برخه کې د کونسولی د برخې د مسئول لاسلیک ټاپه (مُهر) شي.
  • په کار کې د اسانتیاو او چټکتیا په خاطر د غیابی تذکرې ترلاسه کولو سره اړوند اصلی سندونه د هغه غوښتونکې ته وسپارل شي او کاپې ېې کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو لاندې ایمیل آدرسونو ته ولیږل شي:
  • prd.americadesk@gmail.com
  • eurrodesk@gmail.com
  • NIDC@mfa.af
برو بالا