There is no translation available.

د افغاني تابعیت د پرېښودو پروسه

  • بهر کې استوګن د ا.ا.ج. سیاسي او قونسولي نمایندګیو ته او داخل کې بهرنیو چارو وزارت ته  مراجعه، د تابعیت پرېښودو اصلي درخواست سره او د آمر یا د نمایندګي(سفیر یا کونسول) ذیصلاح  شخص هدایت ترلاسه کول؛
  • د نمایندګَی په تایید او ټاپې سره په دقیقه توګه د تابعیت پرېښودو(ترک تابعیت) د فورمې د دریو پاڼو ډکول؛
  • د نمایندګی په تایید او ټاپې،  په تور رنګ د ټولو ګوتو او د لاسونو د دواړو ورغویو (ګوت) لګونه (د ګوتې نښه   د فورمی په دوو مشخصو پاڼو کې) 
  • د ثبت احوال او نفوس د ادارې په تایید سره( واضح او د لوستلو وړ) د تذکرې د ټولو مخونو کاپیانې؛
  • د جرمي مسئولیت د نشتوالي سند وړاندې کول ؛
  • دغه معاونیت د نوموړو سندونو له ترلاسه کولو وروسته - چې نمایندګي لخوا مرکز ته رالېږل کيږي - هغه د عدلېې محترم وزارت د تابعیت چارو کمیسیون ته راجع کوي. لدې کبله څنګه چې هر تبعه حقونه او وجایب لري، هغه کمیسیون د تابعیت د چارو قانون په پام کې نېولو سره د مالي، مدني، حقوقي او جزايي مسئولیتونو د رفع کولو په پار به موضوع اړوندو مراجعو ته لیږي او د ځواب ترلاسه کولو وروسته، هغه د یوې مصوبې په ترڅ کې د وزیرانو محترمې شورا ته د جمهور رئیس د حکم چمتو کولو لپاره لېږي.
  • د نوموړي د تابعیت پرېښودو په اړه د محترم جمهور رئیس حکم، د بهرنیو چارو وزارت له لارې د یوه متحدالمال په ترڅ کې بهر کې د ا.ا.ج. ټولو سیاسي او قونسولي نمایندګیو ته د نورو اجراآتو لپاره ابلاغیږي. 
برو بالا