There is no translation available.

د افغاني  تابعیت ترلاسه کولو پروسه

  • د تابعیت ترلاسه کولو له اصلي غوښتنلیک سره او د نمایندګی د ذیصلاح آمر یا شخص د هدایت په اخیستو سره، بهر کې د ا. ا.ج.سیاسي او یا قونسولي نمایندګیو ته یا د هېواد په داخل کې د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کول
  • د نمایندګي په تایید او ټاپه کولو سره په ښه دقت د تابعیت ترلاسه کولو درې پاڼې فورمې ډکول؛
  • د نمایندګی په تایید او ټاپې،  په تور رنګ د ټولو ګوتو او د لاسونو د دواړو ورغویو (ګوت) لګونه (د ګوتې نښه   د فورمی په دوو مشخصو پاڼو کې) 
  • د نکاح خط(نکاحلیک) یا د متقاضي د زوجیت لیک کاپي چې د صادرولو د مراکزو لخوا تایید شوَی وي؛
  • د افغان زوجینو د یوه کس د نفوس او احوال ثبتولو ادارې په تایید سره( واضح او د لوستلو وړ) د تذکرې د ټولو مخونو کاپیانې؛
  • د متقاضي (غوښتونکي) د پاسپورټ او افغانستان ته د ورودي ویزو کاپي ؛
  • افغانستان کې پرلپسې پنځوکلونو څخه زیاتې استوګنې د اسنادو کاپي؛
  • د غوښتونکې د متبوع هیواد د ښارونديتوب کارت.(هویت کارټ) ؛
  • د جرمي مسئولیت د نشتوالي سند وړاندې کول؛
  • دغه معاونیت د نوموړو سندونو له ترلاسه کولو وروسته - چې نمایندګي لخوا مرکز ته رالېږل کيږي - هغه د عدلېې محترم وزارت د تابعیت چارو کمیسیون ته راجع کوي. لدې کبله څنګه چې هر تبعه حقونه او وجایب لري، هغه کمیسیون د تابعیت د چارو قانون په پام کې نېولو سره د مالي، مدني، حقوقي او جزايي مسئولیتونو د رفع کولو په پار به موضوع اړوندو مراجعو ته لیږي او د ځواب ترلاسه کولو وروسته به، هغه د یوې مصوبې په ترڅ کې د وزیرانو محترمې شورا ته د جمهور رئیس د حکم چمتو کولو لپاره لېږي.
  • یا وروسته د ښاغلي جمهور رئیس حکم د یاد کمیسیون له لارې  کورنیو او بهرنیو  چارو وزارتونو او نورو اړوند مراجعو ته استول کیږي
برو بالا