There is no translation available.

د ویزې معاونیت

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ویزې ترلاسه کولو ټولیزه لارښوونه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ویزې اخېستلو متقاضي(غوښتونکی)، باید لاندیني اسناد او مراحل باید بشپړ او پړاونه ېې تکمیل کړی

  • د ویزې غوښتنې فورم په دقیقه توګه ډک (خانه پُري) کړي
  • دوه قطعی عکسونه ۳/۴ ځان سره ولري
  • ستاسو پاسپورټونه حد اقل نوره شپږو میاشتې اعتبار ولري
  • د کار ویزې غوښتنې په صورت کې، د ا.ا.ج. اړوند مراجعو ته ستاسو د سفر د موخې او مودې بیانولو په اړه، د کارمشر/ حامي د معرفي مکتوب ځان سره ولري
  • یوې لنډې مرکې لپاره چمتووالی ولرئ
  • یادښت : بهر کې استوګنې د افغانستان ډېرې نمایندګَی (، خپل ځانګړی ویب پاڼه لري چې هلته تاسو کولای َشی له هغه څخه د ویزی څانګې کاري وختونو ، انتظار، د ویزې لګښت او نورو لازمو ټکو په اړه زیات مالومات ترلاسه کړی

هغو بهرنیو ښاروندانو لپاره لازم مالومات چې افغانستان څخه لیدنه کوي

د یوه ډاډمن سفر لپاره او افغانستان څخه د لیدنې په جریان کې ستونځو څخه مخنیوي لپاره اړتیا ده چې تاسو لاندني ټکي په پام کې ونیسي 

  • ټولو سیلانیانو (لیدونکو) ته سپارښتنه کیيږي څو په هغه صورت کې چې مجازې مودې څخه زیات اقامت (پاتې کیدو) ته لیولتیا لري، خپلې ویزی تمدیدولو لپاره دهغی د اعتبارمودی له پای ته رسیدو څخه مخکې –د سیاحت ویزې درلودونکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته او ورودي ویزې درلودونکې دې د بهرنیو چارو وزارت قونسولي چارو ریاست ته مراجعه وکړي
  • که ویزه په ټاکلې وخت تمدید نشي، تر یوې میاشتی پورې د هرې ورځې تاخیر (ځنډ) په بدل کې لس ډالره له یوې میاشتې زیات تر دوو میاشتو پورې تاخیر هره ورځ ۱۵ ډالره او تر دریو میاشتو پورې تاخیر ( د هرې ورځې) ۲۰ډالره جریمه کیږي
  • بهرنی ښارونډیان چې افغانستان ته سیاحت لپاره راځي، سپارښتنه کیږي چې افغانستان قلمرو ته په راننوتو سره، خپل ځان د خپل متبوع هیواد په سیاسي یا قونسولي نمایندګي کې، خپلی استوګنې ځای ته ډېر نږدې د افغانستان د ملي پولیسو په مرکز کې او د افغانستان د ګرځندوی په ریاست کې، ثبت کړي
  • له سیلانیانو (لیدونکو) په ډېر درنښت هیله کیږي چې افغانستان کې د خپلې استوګنی په مهال، سیمه ایز فرهنګ او د افغانستان ټولنې د حساسیتونو درناوی وکړي
  • د امنیتي مسئلو رعایتولو پخاطر په پام کې ونیسي څو ممنوعه سیمو څخه عکسونه او فلم وانخلي؛
  • د ځینو نایابو الوتونکو ښکار او افغانستان څخه بهر ته حمل نقل، نا قانونی دَی او همدې امله، تاسو چې د ګرځیدنې او سیاحت قصد لرَی، پدې برخه کې د مالوماتو بشپړولو او لازمو مجوزونو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ ورازت ګرځندوی برخې ته مراجعه وکړَی
  • ګرځندویان کولای شي چې افغانستان څخه د وتو په مهال ، یوازې ۳۰ متر مربع افغانی غالَی، د قره قل پسه بغیر د حیواناتو لس پوستکي، ټاکلَی مقدار قیمتي ډبرې لکه لاجوردو ډبرې، د افغانستان د لاسي صنایعو بیلابیل محصولات ځان سره ولیږدوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ویزې خدمات

افغانستان اسلامي جمهوریت کې بهرني اتباعو مسافرت او استوګنې قانون سره سم، بهر کې استوګن د افغانستان د نمایندګیو له لارې په لاندې توګه دیارلس ډوله ویزې اجرا کوي

سیاسي ویزه
د خدمت ویزه
د سوداګری ویزه
د کار ورودی ویزه
د سیاحت ویزه
برو بالا