There is no translation available.
سیاسي پاسپورټ
- دغه پاسپورټ د پاسپورټ قانون د اتمې مادې له مخې لاندې اشخاصو ته صادریږي:
- جمهور رئیس او اجراییه رئیس او د هغوی میرمنو ته؛
- دجمهور رئیس او اجراییه رئیس مرستیالانو او د هغوی میرمنو ته
- د ملي شورا د جرګو (مجلسینو) او د سترې محکمې رئیسانو او غړو ته ؛
- وزیران؛
- لوی څارنوال؛
- ملي امنیت مشاور؛
- د جمهور رئیس ځانګړي استازي ته ؛
- د ملي امنیت عمومي رئیس، د سیمه ایزه ارګانونو د ادارې رئیس؛
- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسولي نمایندګیو رئیسان او غړي، په بهر کې نظامي، فرهنګي او سوداګریزه اَتَشو(اَتشَه) او اړوند کنوانسیون سره سم نورو اَتَشو او د هغوی میرمنې؛
- په ملګرو ملتونو سازمان او بین المللي او سیمه ایز سازمانونو کې د افغانستان دایمي نمایندګیو رئیسانو او غړو او د هغوی میرمنې؛
- د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست د سیاسي پاسپورټونو د صادرولو مرجع ده